که ووايو چې د جلال اباد او کابل برياليو بريدونو د بهرني او ګوډاګي يرغلګر پوځي او استخباراتي وړتياوې وننګولې نو دا به يوه روايتي، روښانه او تر يو حده تکراري خبره وي، ځکه چې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې هېڅکله هم دوښمن نه دى توانيدلى د هغه پلانونه شنډ يا د خنډ سره مخ کړي، چې مجاهدينو طرحه کړي دي.
له لرو پرتو سيمو څخه رانيولې د هيواد په سترو ښارونو کې پر ټاکلو اهدافو بريدونه کول، او په خپله پلازمېنه کابل، ارګ، سرينا هوټل، هوايي ډګر، او يرغلګرو پر پوځي اډو له يو څخه زيات ځل بريدونه شوي، دوښمن ته درانده مالي او ځاني زيانونه رسيدلي دي.
که په ولايتونو نظر اچوو نو عموماً د ولسواليو مرکزونه د دوښمن د پوستو حيثيت لري، او نورې ټولې سيمې عملاً د مجاهدينو تر واک لاندې دي، د ولايتونو په مرکزونو کې بيا د جلال اباد د بريد په څېر دوښمن تر هېښوونکو بريدونو لاندې نيول شوى دى، هر ځل مجاهدين خپلو اهدافو ته رسېدلي، په بريالۍ توګه يې جګړه پر مخ وړې، او د شهادت تر لحظې پورې دوښمن نه دى توانيدلى هغوى مات کړي.
د کابل ادارې استخباراتي حيثيت د همدې ادارې پر مشر او مختار کل اسد الله خالد، او څه موده دمخه په کونړ کې پر يوه پوسته د برياليو بريدونو تر سره کولو په ټوله کې له سترګو پناه کوي، دغه بريدونه د کابل ادارې استخبارتي کړۍ تر خپل سيوري لاندې راولي، او له منځه وړي، نوموړو بريدونو ته په کتنې خو بايد د ګوډاګۍ ادارې استخباراتي اورګان هېڅ اورګان ونه بلل شي.
امريکايي استخبارات خو په ارګ کې د CIA پر مرکز بريد ټولې نړۍ ته وښودل، ګويا چې په افغانستان کې د صليبي يرغلګرو او د هغوى د مزدورانو پوځي او استخباراتي څانګې په بشپړه توګه د ناکامۍ سره مخ دي، او دا يوه څرګنده خبره ده، د حال ژبه همدا وايي چې اوس دوښمن خپله پرې اعتراف هم کوي، ځکه خو په خورا سرګردانۍ کې دغه بريدونه کله د يو لوري او کله د بل لوري پورې تړي، کله پر چوکيو د اشخاصو بدلولو ته اقدام کوي، کله نورو ته د مرستې لاس اوږدوي، او کله بيا د مکر او فريب په نيت هيواد پلورونکې څېرې د هيواد ساتنې کاذبې چغې وهي.
د جلال اباد او کابل وروستيو بريدونو هم ريښتيا چې د دوښمن ټول اورګانونه وننګول، او مجاهدينو ثابته کړه چې هغوى پياوړي استخبارات، پوه او ځيرک پوځي ماهرين، نظامي طراحان، تکړه او سرښيندونکي مجاهدين لري، او په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته رسېداى شي، زه په دې باور يم چې د روان جهادي بهير د فعاليتونو په لړ کې د نظامي عملياتو په اړه يوازې او يوازې پوځي ابعاد ونه څېړل شي.
زما په نظر داسې بايد ونه ګڼل شي چې جهاد يوازې او يوازې نظامي لاسته راوړنې دي، او وسله پورته کول تنها په خپله محدوده کې اثرات لري او بس، بلکې د مجاهد اعمال ګڼې اغيزې او پيغامونه لري، او په ټوله کې د مجاهدينو هر اقدام ګڼ ابعاد لري، غواړم په افغانستان کې پر امريکايي پروسې (انتخاباتو) د کابل او جلال اباد د بريدنو پر اغيز او پيغام لنډ نظر واچوم، چې دا په اصل کې د پوځي عملياتو سياسي اغيز او پيغام دى.
دغه بريدونه دوه ډوله اغيزې او پيغامونه درلوداى شي، لومړى کورني، دوهم بهرني.
کورنى اغيز او پيغام:
په عمومي توګه روان جهاد تر اوسه پورې په زړه پورې اثرات درلودلي، ډله ډله افغانان د جهادي ليکو سره يو ځاى شول، د کابل ادارې امنيتي مسئولينو د مجاهدينو لاس نيوى وکړ، له وسلو ډکې پوستې يې مجاهدينو ته تسليم کړى، او د غازي محمود په څېر تر هغه د مجاهدينو په ليکو کې د هيواد او دين د دوښمن سره وجنګېدل چې د شهادت جامونه يې په سر واړول.
د طالب مبارزې کور دننه ويده ولسونه راوپارول، راپورته کړل، او د مبارزې تر سنګره يې راوستل، د اسلامي امارت په پلوۍ پوره پوره کلي راپاڅېدل او د مجاهدينو په ننګه ودرېدل، دا اوس چې د هيواد ډېرې سيمې عملاً مجاهدين اداره کوي، دا د څو تنو کار نه، بلکې د وولسونو مرسته او ملاتړ دى.
خو دا چې د جلال اباد او کابل بريدونه په داسې حال کې تر سره شول چې په افغانستان کې په اصطلاح ټولټاکنې روانې دي، نو په سياسي فضا کې تر ټولو ستر اغيز په همدې ټاکنو لري، او پيغام يې هم په ټوله کې د کابل ادارې، ټاکنو کې ګډون کوونکو او عامو رايه ورکوونکو ته دى.
په دې برخه کې که څه هم د کابل بريد پر ټاکنو اغيز شيندي، او دا روښانه کوي، چې په دې جعلي او پردۍ پروسه کې ګډون کوونکي به د مجاهدينو هدف وګرځي، خو نسبت نوموړې حملې ته په کور دننه د جلال اباد بريد د يو راڼه پيغام زېږوونکى دى.
جلال اباد کې د شين سهار اتلواله حمله هغو کسانو ته چې په ټاکنو کې نوماندان دي، او هغو ته چې د همدې نوماندانو په پلوۍ هلې ځلې کوي د سوچ او فکر پيغام ورکوي، او هغوى ته د کابل د ادارې حقيقت او وړتيا روښانه کوي.
دغه ډله خلک بايد پوه شي چې د کابل د ګوډاګۍ مليشې مسئولين هغوى ته خيالي پولاو ايښى دى، هغوى چې دجلال اباد په څېر يو کليدي ښار کې خپل ځانونه نه شي خوندي کولاى، دوى ته څرنګه د امنيت د تامين ډاډ ورکوي، او په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې يې ټاکنيزو سياليو (کمپاين) ته رابولي؟
نو پر ځاى د دې چې دهغوى په غورځو پرزو وغوليږي، بايد په دې سوچ وکړي، چې د انتخاباتو سره مخافت څه دى، او د يو وطنپرست او دين پال افغان په توګه ورته څه کول پکار دي.
د دې بريد اغيزې اوس هم ډېرې ملموسې دي، او په راتلونکې کې به ډېرې روښانه وي، په نړيواله کچه انتخابات يوه سياسي پروسه ده، خو په افغانستان کې راتلونکي انتخابات د تېرو هغو په څېر په هغه ډول سياسي بهير نه دى چې خلکو ته ښودل کيږي، بلکې د يرغلګرو يوه ډرامه ده، چې همدغه بريدونه به نېغ په نېغه په دې پروسې اغيز وکړي، او د نړيوالو سياسي پروګرامونه به شنډ کړي.
هسې هم په ټوليزه توګه افغانان د انتخاباتو پر ماهيت پوه شوي، او درک کړې يې ده چې دغه جعلې پروسې يوازې او يوازې د پرديو لخوا طرحه شوې پلانونه دي، او غواړي چې د افغانانو د خپل ګوډاګي په واسطه د افغانانو په مريو خپلې منګولې لا پسې خښې کړي، خو له دې امله چې د جلال اباد او کابل بريدونو د کابل ادارې د امنيتي ځواک چمتوالى ډېر ښه روښانه کړ، د عام ولس باور به د اشغالګرو او د هغوى د ګوډاګيانو د لافو شافو پر ځاى د مجاهدينو پر څرګندونو، وړتياوو او ژمنو ورزيات کړي.
په همدې توګه به په لرې پرتو سيمو او حتى په لويو ښارونو کې په اصطلاح د ټاکنو سياسي پروسه په بشپړه توګه ناکامه او فلج شي، په همدې ډول د ناکامې پروسې پايله په لويه کې د کانديدانو لپاره پيغام ورکوونکې او پر راتلونکې اداره اغيز شيندونکې ده.
هر کله چې ولس په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، او په يو مخ د پرديو پروګرامونو سره مخالفت څرګند کړي، نو په نتيجه کې اعلان شوى، په اصطلاح ولسمشر او د ولايتي شورى ګانو غړي به څه ډول مشروع منتخب مسئولين وبلل شي؟
که چېرې يوازې د هغو خلکو پر رايو اکتفا کيږي چې په ټاکنو کې يې کارولي دي، نو د افغانستان د هغو اوسيدونکو په اړه به راتلونکې اداره څه دريځ لري، چې نه غواړي د پرديو په شتون او د يو کمزوري حکومت لخوا پر لار اچول شوي انتخاباتو کې ګډون وکړي؟
بهرنى اغيز او پيغام:
دغو بريدونو په ورته وخت کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د دېره بهرنيو يرغلګرو او په ټوله کې هغو بهرنيانو ته چې په افغانستان کې د اوسنۍ شړېدلى ادارې حمايت او ملاتړ کوي، او کوښښ کوي چې پر افغان ملت يې د يوې مشروع او خپلواکې ادارې په توګه ومني، هم پيغام درلود، او هم يې دهغوى پر فعاليتونو او پروګرامونو اغيز.
په لويه کې د کابل او جلال اباد بريدونو د بهرنيانو لپاره هم يو مسيج وکړ، او هم يې تر تاثير لاندې راوستل، نظامي تاثير يې خورا جوت دى، او ټول پوهېږو چې دغو برياليو بريدونو وښودله چې دوښمن په پوځي ډګر کې د بشپړې ناکامۍ سره مخ دى، خو د سياست په ډګر کې هم ورته پايلې لري.
د جلال اباد په پرتله د کابل بريد بيا د بهرنيانو لپاره ډېر څه له ځانه سره درلودل، چې ځينې يې سر له اوس څخه په سوچ مجبور کړي دي، په ياد بريد کې يو بهرنى چې په افغانستان کې د ټاکنو د بهير د څار په موخه راغلى و، له منځه ولاړ، هغې ادارې چې نوموړى بهرنى يې غړى و، وويل چې هغوى به له افغانستان څخه کډې بار کړي.
په ټوله کې د انتخاباتو د ناظرانو ټولنو او بهرنيانو په دې فکر او نظر ثاني پيل کړى، چې ايا د انتخاباتو په ورځ به افغانستان د دوى لپاره خوندي ځاى وي که نه؟ او د ورته برېدونو څخه په وېره کې شوي دي، چې په دې توګه له کابله د مجاهدينو يوازې يو بريد ګڼو لويديځو هيوادونو ته د افغان ولس ريښتينى اواز ورساوه.
هغه هيوادونه چې يا د امريکا په تش غرورو غولېدلي،او يا هم د افغانستان په دې روان حالت کې خپلې ګټې ويني، بايد وپوهيږي چې اصلي طرف د مشرۍ شوقيان نه، بلکې مجاهدين او عام ولس دى، چې هغوى د ټاکنو سره مخالفت څرګندوي، نو نه ده پکار چې دغې مزورې پروسې ته دوام ورکړل شي، د اشغالګرو مرسته او ملاتړ وکړي، او افغان ولس د اشغال په تنور کې پروت وساتل شي.
همدې بريد د کابل ګوډاګي سياستمنداران هم په خوځښت راوستل، او د يکشنبې په ورځ په اصطلاح د کابل د مشرانو جرګې غړو په يوه خوله په افغانستان کې امنيتي ادارې ناکامې وبللې، د يادې جرګې د غړو دغه څرګندونې به د افغانستان سياسي فضا ته د کتنې وړ تغير ورکړي، او ډېر هغه به په کور کېناستو ته اړ کړي، چې اوس د يوې غوړې چوکۍ خوبونه ويني.
کرزي د نوي کال د لمانځلو لپاره د افغانستان يو شمير ګاونډيو او مرکزي اسيا هيوادونو په ګډون د يوولسو هيوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د نوي کال جشن ورسره په کابل کې ولمانځي، څو ورځې دمخه کرزي د پغمان په ولسوالۍ کې له هغه ځايه ليدنه وکړه، چې ټاکل شوې وه دغه مراسم به پکې تر سره شي، خو تیره ورځ هغې کميټې چې په اصطلاح د نوي کال د لمانځلو د مراسمو د چمتو کولو دنده ورسپارل شوې، اعلان وکړ چې دغه مراسم به د يو لړ ملحوظاتو له امله په پغمان کې نه، بلکې په ارګ کې د بندو دروازو تر شا تر سره شي، دا په داسې حال کې چې په پغمان کې د جشن د لمانځلو لپاره پر چمتوالي له شپاړس ميليونه څخه زيات امريکايي ډالر لګول شوي دي!
دا نو ډېره واضحه ده چې کابل اداره دې پرېکړې ته ولې اړ شوه، دغسې پرېکړې چې د کابل پر سرينا هوټل له تر سره شوي بريد په څېر حملو او عملياتو څخه سرچينه اخلي، د سياست په کړيو او صفونو کې اضطراب زېږوونکي دي، که د يو هيواد جمهور رئيس د روان حالت په وړاندې وسله وغورځوي، او د ډار په بړستن کې ځان راونغاړي نو ټيټ پوړي مامورين خو به يې په طريقه اولى سره کوي.
له همدې لارې د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا يو بهرنى پيغام هم د سيمې يو شمير هيوادونو ته رسيږي، او د دې زمينه برابريږي، چې په يو غير محسوس، غير ملموس او غير مرئي ډول د نړۍ يوولس هيوادونو مشران په افغانستان کې د روان حالت او زرور مټ څخه خبر شي، پر دغو هيوادونو به روښانه شي، چې په افغانستان کې ريښتينى ځواک څوک دى.
بيا نو که چېرې دغه هيوادونه او ټوله نړۍ يو ارام او د دنيا سره په يو صف کې مزل کوونکى افغانستان غواړي، نو نه بايد د بې واکه، بې اختياره، او بې روحه بوتانو ملاتړ وکړي، او نه بايد د افغانستان د خلکو په سترګو ګې شګې وشيندي، هغوى بايد د نوي کال د جشن په مراسمو کې له جعلکارۍ کار وانخلي، په خپلو خبرو کې د پرديو پر لاس جوړ شوى حکومت د ولس ممثل ونه بولي، په سيمه کې د ثبات او افغانستان کې د امن په خاطر دې د افغانستان د اشغال د پاى ته رسولو په برخه کې هلې ځلې وکړي، نه د يوې مزدورې ادارې د دوام.
افغانستان